تازه خبرونه

جهادي رهبرانو او حکومتي مشرانو د مسعود د شهادت ورځ ونمانځله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د هېواد بېلابېلو سیاسي او جهادي څېرو د یکشنې پر سهار(د وږي ۱۸)  په کابل کې د ملي اتل احمدشاه مسعود د ۱۷ تلین په مناسبت د نوموړي پر نوم جوړشوي څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده او د شهیدانو سپیڅلي روح ته یې خپلې دعاګانې وړاندې کړې.

ویل کیږي، چې احمد شاه مسعو ۱۷ کاله مخکې د وږي پر ۱۸ د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د ځانمرګي برید پر لامل ساه ورکړې ده.

نوموړی د ډګروال دوست محمد خان زوی دی او د ۱۳۳۲ ل کال د وږي پر ۱۱ د پنجشېر ولایت د جنګلک په اړوند سیمه کې ځېږیدلی دی.

 هغه د ماشومتوب پېر له پنجشېره پیل او پېنځه کلن و، چې د بازارک په اړوند ښوونځي کې یې لومړنۍ زدکړې پیل کړې؛ خو کله، چې یې پلار هرات او بیا کابل ته تبدیل شو پاتې زدکړې یې په هرات او کابل کې وکړې او د کابل پلیتخنیک د انجنیرۍ زدکړیال شو.

په ۱۳۵۲ل کال کې د اسلامي نهضت له غړیتوبه برخمن شو او د ۱۳۵۴ کال په اوړي کې یې د حکومت په وړاندې د پنجشېر پاڅون رهبري کړ.

له دې وروسته نوموړي زدکړې پریښودې؛ پاکستان ته مهاجر شو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د وخت د شورویانو او بیا طالبانو په وړاندې د جګړې قومنداني تر سره کړه.  

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي، چې د هېواد ملي اتل احمدشاه مسعود په بېلابېلو پړاوونو کې له خپل هېواد، خلکو او عقیدې ساتنه کړې ده.

د ملي دفاع وزیر طارق شا بهرامي د احمدشاه مسعود په اړه وايي، چې هغه د ملي وحدت لپاره هڅې کولې.

احمد شاه مسعود د دیارلس سوه اتیایم کال د سنبلې په اتلسمه د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوه عرب ځانمرګو په برید کې ووژل شو، چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وه او بیا په خپل اړوند ولایت( پنجشیر) کې خاورو ته وسپارل شو.

د سنبلې اتلسمه د افغانستان په قانون کې د شهید اوونۍ بلل شوې او هر کال په دغه ورځ په پلازمېنه کابل کې د یادښت مراسم په ځای کیږي.

Trending

Exit mobile version