تازه خبرونه

جهاني: ځینې ټلویزیونونه سیاسي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي، ځینې تلویزیونونه سیاسي دي او په خپلو پروګرامونو عامه افکار ګډوډوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي، چې له تلویزیونونو ګیله لري او د ده په خبره ځینې تلویزیونونه داسې فلمونه او سریالونه خپروي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ نوی وزیر وایي چې له ځینو تلویزیونونو ګیله لري.

“زه د یوه لیدونکي په توګه چې دا ځینې تلویزونونه ګورم، نو لیدل کیږي چې ډیر سیاسي شوي؛ دومره سیاسي شوي چې هان کله کله حیرانتیا رامنځ ته کوي، ذهنونه مخشوشوي.

ښاغلی جهاني وایي، ځینې تلویزیونونه داسې فلمونه او سریالونه خپروي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف دي.

عبدالباري جهاني مخکې هم د افغانستان د رسنیو په اړه دا ډول خبرې کړې وې چې د رسنیو د ملاتړ بنسټونو له غبرګون سره مخامخ شوې.

خبریاله: فرحناز فروتن

Trending

Exit mobile version