تازه خبرونه

جوبایدن د افغانستان کورنیو مسایلو اندښمن کړی

Published

on

له بګرام څخه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن یوې خبري ناستې ته څرګنده کړې؛ افغان مشران د حکومت ساتلو وړتیا لري، خو دمګړۍ افغان حکومت د ځینو داخلي مسلو په حل کې ښکېل پاتې دی.

جو بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هغه د افغان حکومت د سقوط په اړه اندېښمن دی؟ ویلي: مونږ په دې جګړه کې شل کاله ښکېل وو او ما په سپینه ماڼۍ کې د افغان حکومت له مشرانو سره ولیدل؛ زما په اند دوی د حکومت د ساتلو وړتیا لري؛ دوی اړ دي، چې د خبرو اترو بهیر وغځوي، خو زه د داخلي مسلو د حلولو په اړه اندېښمن یم، چې آیا دوی به په کې هغه ډول ملاتړ ومومي، چې دوی یې په ټول هېواد کې ساتلو ته اړتیا لري؟!

د امریکا ولسمشر د حکومت د سقوط په صورت کې له افغانستان څخه د امریکا پرلپسې ملاتړ نه مني او وايي، چې افغانان باید د خپل هوایي ځواک پر مرسته د ځان ساتنه وکړي.

بایډن د افغانستان په اړه نورو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې؛ خو څه، چې روښانه دي هغه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه ده، چې وروستۍ شوې ده.

جو بایډن دا هم ویلي، چې  له افغانستان څخه مو د امریکایي ځواکونو وتل سم روان دي؛ خو دا بهیر به په راتلونکیو څو ورځو کې بشپړنشي.

بایډن وایي: مونږ اوس په هغه ځای کې یو، چې تمه مو درلوده؛ تر سپټمبر پورې به زمونږ او متحدینو دغه منطقي بهیر بشپړ شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي وایي: مونږ تمه لرو، چې د ځواکونو لیږد به د دې میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.

دغه راز جان کربي ویلي؛ د بهرنیو ځواکونو مسوولیت به له جنرال سکاټ میلر څخه جنرال فرانک مکنزي ته په څو اوونیو کې ولېږدول شي او نوموړی به له بېلابېلو صلاحیتونو برخمن وي.

د پنټاګون ویاند جان کربي څرګنده کړې: جنرال میلر به تر راتلونکیو څو اوونیو په افغانستان کې پاتې وي، چې خپل مسوولیتونه جنرال مکنزي ته وسپاري.

جنرال مکنزی به د تروریستي ډلو پرضد د هوايي بریدونو واک هم ولري او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونو ته مالي، لوژیستیکي او تخنیکي مرستې چمتو کوي.

امریکا دا هم ویلي، چې دا بهیر په افغانستان کې د امریکایي ډیپلوماټیک شتون لپاره مهم دی او افغان او امریکايي چارواکو پدې اړه پرېکړه کړې ده.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ د امریکا دفاع وزیر منلې، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له پای ته رسیدو وروسته به د سفارت ساتنه د سمندري ځواکونو عمومي قومندان جنرال پیټر وازلي په غاړه ولري.

راپور زیاته کړې، چې جنرال کورټیس بوذارډ به په قطر کې د دفاعي همکاریو د دفتر مسوول وي او له جنرال وازلي سره به کار کوي.

د یادونې ده، چې په قطر کې د دفاعي امنیت همکارۍ مدیریت به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویلوي او له لرې څخه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ملاتړ صلاحیت هم لري.

Trending

Exit mobile version