تازه خبرونه

جوبایدن له امريکايانو د کار او یووالی غوښتنه وکړه

Published

on

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر دونالد ترمپ ته ماته ورکوونکي جوبایدن د خپل بري په ویاړ امریکایانو ته په وینا کې ویلي؛ د وېش پلوي نه، بلکې د هغه هېواد د یو موټي کولو هڅه کوي، چې له کرونا ویروسه رامنځته شوي اقتصادي او ټولنیز ناورین ځپلی دی.

بایډن خپل کور ته نږدې د بریا په خبرو کې ویلي؛ زه د دې دفتر په لټه کې وم، چې د امریکا روح خوندي او یو ځل بیا د نړۍ په کچه یو بل ته درناوی رامنځته او موږ دلته په خپل کور کې یو موټی کړي.

بایدن په پینسلوانیا کې خپلې ۲۷۰ رایې  پوره او بریا تر لاسه کړه.

ترمپ د بایدن بریا نده منلې او د رای شمېرنې په اړه یې د نورو قانوني هڅو ګواښ څرګند کړی دی.

بایدن د زیتون څانګې په څېر د نږدې کیدو غوښتنه وکړه او د ترمپ پلویانو ته یې ویلي، چې هغه پر ناهیلیو پوهیږي؛ خو وایي: راځئ یو ځل د کار فرصت راکړئ.

هغه ویلي: اوس د دې وخت دی، چې مخالفتونه پرېږدو، د تودوخې درجه راټیټه کړو، یو بل سره ووینو، پرمختګ وکړو، مونږ باید له خپلو مخالفینو سره د دښمنۍ چلند ونکړو. مونږ دښمنان نه یو، مونږ امريکايان يو.

دغه راز د بایدن مرستیاله د کالیفورنیا پخوانۍ سنتاتوره کاماله هریس د آسیایي نسل لومړۍ تورپوستې میرمن ده، چې په تاریخ جوړولو کې برخه اخلي. دا هغه لاسته راوړنه ده، چې امریکا یې توکمیز عدالت نوموي.

هریس امریکایانو ته په ډاګه کړې: بایدن هوښیار سړی دی؛ هېواد به په هوښیارۍ رهبري کړي. تاسې هیلې او یووالی، شرافت، پوهه او رښتینی غوراوی رامنځته کړی، چې د امریکا لپاره په نوې ورځ پیل کړی.

ترمپ تېره شپه په یو لړ تویتونو کې بیا ځان بریالی اعلان کړ او څرګنده کړې یې وه، چې د ۷۱ میبلیون رایو ګټونکی دی؛ خو تویتر یې اړوند تویتونه پاک او ګمراکوونکي ونومول.

ترمپ  د ۱۹۹۲ کال له ټاکنو راپدیخوا، چې جمهوريت غوښتونکی جورج ایچ ډبلیو بوش  په کې له بیا غوراوي بې برخو شو؛ لومړنی جمهوري پلوی ولسمشر دی.

Trending

Exit mobile version