تازه خبرونه
جوبایدن په افغانستان کې د تروریزم ضد ځواکونو پر ساتلو غور کوي
کارپوهانو ستارز او ستریپس خبري سرچینو ته ویلي؛ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ټاکل شوی راتلونکي ولسمشر جوبایدن به په افغانستان کې د تروریزم پرضد د مبارزې د ځواکونو یوه کوچنۍ قطعه وساتي، چې کیدی شي د طالبانو له ټینګار سره مخ شي.
شنونکيو څرګنده کړې؛ د بایدن اداره تمه لري، چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې ډېری برخې خپلې او خوندي کړي.
د ولسمشر دونالد ترمپ په څیر د ټاکنو ګټونکی جوبایدن هم په افغانستان کې د امریکا د ترټولو اوږدې او تلپاتې جنګونو پروړاندې غږپورته کړی؛ خو پداسې حال کې، چې ترمپ د کرسمس ترراتګه ټول سرتېري کور ته غوښتي؛ خو بایدن ویلي، چې هغه به د ترهګرۍ ضد یو کوچنی ځواک په پام کې ونیسي.
جو بایدن ستارز او ستریپس سرچینې ته په ډاګه کړې؛ زه د سرتېرو د راایستلو ملاتړی یم؛ خو دلته ستونزه داده ، مونږ اوس هم د تروریزم او [اسلامي دولت] په اړه اندېښنه لرو.
افغان ولسمشر اشرف غني د روانې اوونۍ په پیل کې بایدن او مرستیالې کمالا هریس ته د مبارکۍ په پیغام کې څرګنده کړې، چې هغه غواړي له امریکا سره د څو اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو په ګډون په افغانستان کې د سولې راوستو هڅې روانې وساتي.
طالبانو بایدن ته ویلي، چې هغه باید د سولې راوستو لاسلیک شوي تړون ته ژمن پاتې شي. پداسې حال کې، چې حکومتي مشران پرې د بیا غور غوښتنه لري.
د طالبانو او امریکایانو د سولې راوستو د هوکړې له مخې؛ د نړیوال ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار شوی دی.
د امریکا نظامي مشرانو ویلي، چې له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو ایستل د طالبانو لخوا د هوکړې د شرایطو د پوره کولو په معنا دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان خبریال داود اعظمي ویلي؛ که د بایدن اداره ډاډمنه شي، ښايي همدا هوکړه خوندي پاتې شي.