تازه خبرونه
جوبایډن او پوتین لومړنۍ ټیلیفوني خبرې وکړې
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه له خپل روسی سیال ولادیمیر پوتین سره د هغو تورونو په اړه، چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره هڅونې کړي؛ ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دا د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو راپدیخوا له پوتین سره د بایډن لومړۍ ټیلیفوني خبرې دي.
جو بایډن په روسیه کې د وروستیو لاریونونو په اړه هم خبرې کړي او د روسیې د حکومت د مخالف الکسي ناوالني پر نیولو یې هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه راز ولسمشر بایدن د روسیې د سایبري بریدونو پر تورونو اندېښنه څرګنده کړې او د سولار وینډوز د سافټویر شرکت د معلوماتو پر پېر یې هم اندېښنه په ډاګه کړې.
هم دارنګه بایډن ویلي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ پر اختلافاتو سربېره دواړه هېوادونه کولی شي، چې د متقابلو ګټو لپاره نوې هوکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له پوتین سره له خبرو مخکې جو بایډن د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په خبرو کې هغه ته د امریکا له لوري دې ټولنې ته ډاد ورکړ شوی دی.
