تازه خبرونه

جوبایډن د افغانستان د اقتصادي نظام بې ثباته کول غواړي – استادان

Published

on

(Last Updated On: کب ۱, ۱۴۰۰)

د پوهنتون یو شمېر استادانو د افغانستان د ملي شتمنیو په اړه د جوبایډن وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو د بدمرغۍ لامل یاد کړی او وایي، چې نوموړی د افغانستان د اقتصادي نظام بې ثباته کول غواړي.

د پوهنتون یوشمېر استادان، د جوبایډن د وروستي تصمیم په غبرګون کې راټول شوي او وايي، چې امریکا د افغانستان د اقتصادي نظام د پاشل کېدو په لټه کې ده.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان د ولس په خوا کې ودرېږي او پر امریکا دې فشار راوړي، چې د افغانانو ملي شتمني وروسپاري.

د پوهنتون استاد نجیب الله امرخېل ویلي؛ امریکا لومړی هڅه وکړه، چې نفاق او تعصب ته لمن ووهي او افغانستان ووېشي. اوس غواړي، چې په هېواد کې اقتصادي جګړه پیل کړي؛ جوبایډن په دې هڅه کې دي، چې د افغانستان د شتمنۍ نیمایي برخه د سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي او نیمایي بله یې د بشري مرستو تر نامه لاندې پر یو شمېر بنسټونو ووېشي. په داسې حال کې، چې دا شتمني د هېوادني اقتصاد ملاتړ او د افغانانو حق دی.

د پوهنتون د دغو استادانو د څرګندونو له مخې؛ که د افغانستان له اووه میلیارډ کنګل شوې شتمنۍ څخه د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو له کورنیو او له افغانانو سره د بشري مرستو په موخه کار واخیستل شي؛ د افغانستان اقتصادي نظام به بې ثباته کړي.

د پوهنتون استاد محمد اکبر میر ویلي؛ د امریکا پرېکړه له انساني، حقوقي او بشري مسایلو لرې او یو ظلم دی، چې امریکا یې د افغانستان له خلکو سره تر سره کوي.

دوی امریکا د افغانستان د ټولو ستونزو عامل بولي او زیاتوي؛ په کار ده، چې واشنګټن افغانانو ته غرامت ورکړي.

د پوهنتون استاد حبیب الله حمید وایي: له افغانستان څخه د امریکا د ناڅاپي وتلو میراث سیاسي او اقتصادي ناورین دی؛ له یوې خوا یې د تېر په څېر نفاق ته لمن ووهله او له بلې خوا یې اقتصادي بې ثباتي رامنځته کړه.

د پوهنتون استاد نعمان الدین نایب خېل ویلي، چې د امریکا وروستۍ پرېکړه نا عادلانه،غیر قانوني او غیر انساني ده. مونږ پر جرم تورنوي او له هغه کاره غرامت اخلي، چې د کوم افغان په کې لاس هم نه و.

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان بانک شاوخوا نهه اعشاریه پېنځه میلیارډ ډالر پانګه د امریکا او اروپا لخوا کنګل شوه؛ خو اوس د امریکا ولسمشر جوبایډن غواړي درې نیم میلیارډ ډالر د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو او درې نیم میلیارډ نور ډالر هم له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي؛ خو د یادونې وړ ده، چې د جوبایډن د دې غوښتنې په اړه به وروستی پرېکړه د دې هېواد محکمه کوي.

Trending

Exit mobile version