نړۍ

جوبایډن پر روسیې د نویو بندیزونو اعلان وکړ

Published

on

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې لخوا د اوکراین د بېلو شویو سیمو( لوهانسک او دونیڅک ) له خپلواکه منلو وروسته پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړل.

اروپايي اتحادیې هم پر روسیې نوي بندیزونه لګولي او جرمني ویلي، چې دغه هېواد ته یې د روسیې د ګازو اکمالات ځنډولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه ټلویزیوني وینا کې د اوکراین پر سر له روسیې سره د کړکېچ له زیاتېدو د خبرداريٍ تر څنګ وړاندوینه کړې، چې د روسیې بل ګام په نږدې راتلونکي کې پر اوکراین برید دی.

بایډن ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ختیځ اوکراین کې د پوځونو له ځای پر ځای کولو له لارې د نورو سیمو د نیولو اراده لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امريکا به بالټيک هېوادونو ته د پوځي تجهيزاتو او سرتېرو له لېږلو سره د اوکراين دفاعي توان پياوړی کړي او د ناټو د متحدینو پیاوړتیا به روانه وساتل شي.

ویل کیږي، چې د بایډن او پوتین ترمنځ پلان شوې غونډه هم ځنډېدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم په ژنیو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ټاکل شوې غونډه ځنډولې ده.

هغه له خپل اوکرایني سیال دیمیتري کولبا سره له خبرو وروسته ویلي، دا ډول غونډې په اوسنیو شرایطو کې معنا نلري.

د جوبایډن د څرزګندونو له مخې؛ پر اوکراین یرغل پیل شوی او روسیه په ښکاره ډول هر ډول ډیپلوماسي ردوي.

دغه راز د امریکا ولسمشر ویلي؛ د اوکراین په اړه د روسیې د چلند له کبله به د روسیې پر دوه بانکونو بندیزونه ولګول شي او نور هغه مالي اقدامات به هم تر سره شي، چې د روسیې د حکومت د پورونو پر بېرته ورکولو به اغېز وکړي.

بایډن ګواښ کړی، چې که وضعیت نور هم ترینګلی شي پر روسیې به نور بندیزونه ولګوي.

اروپايي ټولنه پر روسیې هم بندیزونه لګوي.

د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په پاریس کې له یوې ځانګړې غونډې وروسته هوکړه وکړه، چې بندیزونه به سمدستي پلي کیږي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې جوزف بوریل ویلي، بندیزونه به روسیه له ستونزو سره مخ کړي او مالي بازارونو ته به یې لاسرسی محدود شي.

جرمني او بریټانیا هم پر روسیې د بندیزونو پر لګولو هوکړه کړې ده.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټز څرګنده کړه، چې هېواد ته یې د روسیې د ګازو د رسولو د سټریم ۲ رولینګ پایپ لاین پروژه وځنډوله.

ولادیمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې له اوکراینه بېلو شويو دوه جمهوریتونو دونیڅک او لوهانسک خپلواکي پر رسمیت پېژني او په سیمه کې یې د بېلتون غوښتونکیو وسلوالو د ساتنې تړون لاسلیک کړی دی.

هغه سیمې ته د روسي ځواکونو د استولو غوښتنه هم وکړه، چې د روسیې پارلمان هم ومنله.

Trending

Exit mobile version