تازه خبرونه

جورجیت ګانیون د یوناما د سیاسي مرستیالي په توګه وټاکل شوه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې مېرمن ګانیون د آلماني مارکس پوتزل پر ځای ټاکل شوې ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو عمومِ منشي انـټونیو ګوټرش کاناډایۍ جورجیت ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي مرستیال په توګه وټاکله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې مېرمن ګانیون د آلماني مارکس پوتزل پر ځای ټاکل شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د یوناما د ماموریت په ملاتړ کې د مارکس پوتزل له خدمت او هڅو ستاینه کړې ده.

جورجیت ګانیون ۲۸ کاله د سولې جوړونې، بشري حقونو، ستراتیژیکو نوښتونو، بشردوستانه فعالیتونو او د جګړې او له جګړې وروسته په ناندریزو چاپېریالونو کې پرمختیایي کار کړی دی.

ویل کېږي، چې له دې مخکې مېرمن ګانیون په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې مرستیاله وه.

Trending

Exit mobile version