تازه خبرونه

جوهري: له ورانکارو څخه به د کړنو اجازه واخستل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت مرستیال ترهګرو ته خبرداری ورکړ چې هیڅ ورانکارې ډلې ته به اجازه ورنکړل شي چې په افغانستان کې ورانکارې کړنې تر سره کړي.

نوموړي دغه خبرې په پوځي اکاډمي کې د داوطلبانو د شمولیت په آزموینه کې بیان کړې.

بلخوا د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون یو غړی په دې آزموینه کې د ښځینه داوطلبانو د کموالي په باب اندیښنه ښکاره کړه.

نن (پنج شنبه) په پوځي اکاډمي کې د شمولیت په مقصد له څلور زرو داوطلبانو آزموینه واخیستل شوه. له دغو کسانو به شپږ سوه جذب شي او په پوځي اکاډمي کې به تر څلور کلنو زدکړو وروسته د افغانستان په پوځ کې شامل شي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال بازمحمد جوهري وایي چې په ځانمرګو بریدونو کې د ملي اردو سرتیرو ته د تلفاتو د مخنیوي لپاره یې د عملې بسونه بند کړي دي.

په پوځي اکاډمي کې د شمولیت لپاره د څلور زرو داوطلبانو له ډلې یواځې ۱۵ یې میرمنې دي. علي اکبر جمشیدي د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون یو غړی له دوو کلونو را په دیخوا په دغو آزموینو کې د میرمنو په کموالي اندیښنه ښکاره کوي.

د ملي دفاع وزارت وایي، نړیوالو ځواکونو ته د ملي اردو اړتیا کمه شوې؛ خو د ملي اردو سرتیري باید زدکړې وکړي او تجهیز شي.

Trending

Exit mobile version