نړۍ

جو بایدن د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي رسماً اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۲)

د امریکا ولسمشر جوبایدن د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په سیالیو کې خپل ګډون رسماً اعلان کړ.

د سې شنبې پر سهار ( د غویی ۵ ) آزادي نومې ویدیو د جو بایدن د ټولنیزو رسنیو له پاڼو خپره شوه؛ بایدن ويلي: هغه پوښتنه، چې مونږ ورسره مخ کیږو؛ دا ده، چې په راروانو کلونو کې به ډېره آزادي ولرو او که لږه آزادي؟ آیا مونږ به ډېر معاشونه ولرو که لږ معاش؟

هغه زیاته کړې: اوس هغه وخت نه‌دی، چې له ځانه راضي اوسئ. له همدې کبله زه بیا ټاکنو ته ځان نوماندوم.

دوه باخبرو سرچینو رویترز ته ویلي وه، چې بایدن به خپل ټاکنیز کمپاین د ویدیو له لارې پیل کړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې، د جو بایدن شهرت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ کم شوی دی. د یوې نظر پوښتنې له مخې، چې پایلې یې د یکشنبې پر ورځ خپرې شوې، یوازې ۳۹ سلنه امریکایان د بایدن له فعالیتونو راضي دي.

د امریکا راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته د بایدن د ننوتلو اعلان له هغې وروسته کیږي، چې دونالد ترمپ د نومبر په میاشت کې خپله نوماندي اعلان کړه.

دې ته پر پاملرنه، چې جو بایدن به په خپل ګوند کې دننه له اغېزمنو سیالانو سره مخ نه‌شي؛ خو دا شونې ده، چې ترمپ او بایډن به یوځل بیا د امریکایي رای ورکوونکیو له مهربانیو سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version