نړۍ

جو بایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو تېر او د کامالا هریس له نوماندۍ یې ملاتړ اعلان کړ

پر ۸۱ کلن جو بایډن نیوکې له لومړۍ مناظرې وروسته راپورته شوې؛ ځینې ډیموکراټانو له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د تېرې میاشتې په مناظره کې د کمزوري دریځ او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماتې د چانس په اړه د اندېښنې له کبله له سیالۍ څخه ووځي.

Published

on

د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې پر ورځ ( د چنګاښ یودېرشمه) د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند له نوماندۍ تېر شو او د دې ګوند له نوماندې کامالا هریس له نوماندۍ یې ملاتړ وکړ.

هغه په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا زما د ګوند او زما د هېواد پر ګټه ده، چې استعفا وکړم او یوازې د خپلې ولسمشرۍ د پاتې وخت پر ترسره کولو راوڅرخېږم.

د امریکا دې شپږڅلوېښتم ولسمشر، چې د ۲۰۲۴ ز. کال د نومبر د ټاکنو له ګټلو سره یې د بلې دورې لپاره د پاتې کېدو پلان درلود او ځان یې د جمهوري غوښتونکیو د نوماند ډونالډ ټرمپ ته د ماتې ورکولو وړ کس ګڼلی؛ په دې وروستیو اونیو کې د خپل ګوند له نیوکو سره مخ شو.

پر ۸۱ کلن جو بایډن نیوکې له لومړۍ مناظرې وروسته راپورته شوې؛ ځینې ډیموکراټانو له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د تېرې میاشتې په مناظره کې د کمزوري دریځ او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماتې د چانس په اړه د اندېښنې له کبله له سیالۍ څخه ووځي.

د امریکا د استازو مجلس د امنیتي چارو د کمیټې د دیموکراتانو مشر اډم شیف او د هالیووډ ستورې جورج کلوني، چې د جوبایډن یو له سترو ملاتړو څخه دي هم د بایډن د استعفا غوښتنه وکړه.

له دې مخکې بایډن ویلي وه، چې هغه به په سیالۍ کې پاتې شي که الله پاک وغواړي خپل ټاکنیز کمپاین به پای ته ورسوي.هغه خپلې ناروغۍ ته په نغوته کې ویلي؛ که ډاکټران ترې وغواړي، چې ټاکنیزه مبارزه پای ته ورسوي؛ نو په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې به پخپلې نوماندۍ له سره غور وکړي.

د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د نوماندۍ لپاره د جوبایډن د ځایناستي میکانیزم به د دغه ګوند له‌خوا تعقیب شي او یو ځایناستی به معرفي شي.

جو بایډن د ختیځ پر وخت یکشنبه د امریکا د بېخبناوو بیا رغول، د ډېر عمرو لپاره د درملو لګښت کمول، د ډېرو خلکو لپاره د روغتیایي بیمې پراخول، د پخوانیو سرتېرو لپاره روغتیایي پاملرنې چمتو کول، سترې محکمې ته د لومړۍ تورتوکمې امریکایۍ ټاکل او د اقلیم د بدلون په اړه د خورا مهم قانون تصویب یې د خپل حکومت ځینې لاسته راوړنې دي او اعلان یې وکړ، چې امریکا هیڅکله د مشرتابه لپاره له دې ښه‌والي سره چمتو نه ده.

هغه زیاته کړې، چې د امریکا د خلکو له همکارۍ پرته د ده د ادارې هیڅ لاسته راوړنه ممکنه نه‌وه.

جو بایډن د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د خپل حکومت بریالیتوب او همدارنګه د امریکا اقتصادي ناورین ته په نغوته کې، چې پر ​​وینا یې له لوی فشار وروسته ترټولو بد ناورین دی ویلي، چې د خپلې ولسمشرۍ پرمهال یې په امریکا کې له ډیموکراسۍ ملاتړ کړی او په ټوله نړۍ کې یې د دې هېواد اتحادونه پیاوړي شوي دي.

بایډن د ولسمشر په توګه د امریکا خدمت کول د خپل ژوند تر ټولو ستر ویاړ وباله او وایي، چې که څه هم دی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بیا ګډون په لټه کې دی؛ خو دا د ډیموکراټ ګوند او د امریکا د خلکو په ګټه ده، چې له نوماندۍ ووځي او تر پاتې وخته د ولسمشرۍ پر دندو راوڅرخي. هغه ویلي، چې دی به په دې اونۍ کې د امریکا د خلکو سره په دې اړه نورې خبرې هم وکړي.

له نوماندۍ څخه له وتلو څو دقیقې وروسته جو بایډن د خپل او کامالا هریس د انځور پر خپرولو د ډیموکراټ ګوند له نوماندۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.

بایډن د خپل ګوند له غړیو وغوښتل، چې له هغه سره یوځای شي او پدې توګه د ډونالډ ټرمپ د ماتې لپاره زمینه برابره کړي.

جو بایډن به د ۲۰۲۵ز. کال د جنورۍ ترشلمې د امریکا ولسمشر وي او له هغه وروسته به نوی ولسمشر خپلې چارې پیلوي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې په هرو څلور کلونو کې کېږي، چې یوازې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ ګوندي غړي په کې واک ته رسېږي.

اړوند خبرونه:

 

بایډن د کرونا ویروس له کبله قرنطین شو

Trending

Exit mobile version