تازه خبرونه

جو بایډن د ګوانتانامو زندان پر تړلو غور کوي

Published

on

رویټرز د سپینې ماڼۍ  د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن همکارانو په کیوبا کې د ګوانتانامو زندان پر تړلو غور پیل کړی.

رویټرز د دوه لوړپوړیو چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د جوبایډن همکارانو د یاد زندان پر تړلو خبرې اترې کوي، چې ټاکل شوې په راتلونکیو اوونیو یا میاشتو کې د بایډن لخوا په دې اړه یو فرمان لاسلیک شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي خبریالانو ته ویلي: د دې زندان تړل د جو بایډن د حکومت موخه ده او مونږ یې د تړلو اراده لرو.

د ګوانتانامو زندان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، چې د بش پر مهال پر نیویارک او واشنګټن برید وشو؛ له بهرنیو شکمنو کسانو څخه د پوښتنو لپاره جوړ شو او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د ځورونو سمبول وګرزېده. ان اوباما د خپلو ټاکنیزو هڅو پر وخت ژمنه وکړه، چې دا زندان به وتړي؛ خو له بریا وروسته له خپلې ژمنې تېر شو.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په سپینه ماڼۍ کې د خپلو څلور کلونو واکمنۍ په بهیر کې زندان پرانستی ساتلی و.

د یادونې ده، چې اوس ۴۰ بندیان په ګوانټانامو کې بې برخلیکه پاتې دي او نږدې دوه لسیزې کیږي، چې له تور او محکمې پرته ساتل کیږي.

Trending

Exit mobile version