نړۍ
جو بایډن په پولنډ کې له امریکايي ځواکونو سره وکتل
د امریکا ولسمشر جوبایدن پرون (جمعه د وري ۵) د ختیځې اروپا پولنډ هېواد ته په خپل سفر کې له امریکايي ځواکونو سره وکتل.
بایډن د امریکا د ځانګړیو ځواکونو له هغو سرتېرو سره وکتل، چې پولنډ ته د ناټو د ختیځې څنډې د پیاوړي کولو د هڅو د یوې برخې په توګه استول شوي دي.
بایډن دوی ته څرګنده کړې: د هر هغه څه مننه، چې تاسې یې ترسره کول کوئ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل ځواکونه د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو غوره جنګي ځواکونه ونومول.
د امریکا ځانګړیو ځواکونو قطعه ځانګړی چمتووالی لري او د نړۍ هره برخې ته په ۱۸ ګړیو کې ځای پر ځای کېدی شي.
په اوکراین کې د روسیې له برید مخکې، د ناټو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره شاوخوا درې زره امریکایي ځانګړي ځواکونه پولنډ ته لېږدول شوي دي.
