تازه خبرونه

جي ـ ۲۰ ډله یوازې د اوکراین پر وضعیت خبرې کوي- لاوروف

Published

on

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د صنعتي هېوادونو G20 ډلې د افغانستان پر وضعیت پټه خوله پاتې کېدل غوره ګڼلي، خو اوس یوازې پر اوکراین خبرې کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په نوي ډیلي کې د رایزینا خبرې اترې تر سرلیک لاندې غونډې ته خپله پوښتنه داسې وړاندې کړې: آیا G20 تر اوسه په خپلو وروستیو څرګندونو کې د عراق، لیبیا، افغانستان یا یوګوسلاویا وضعیت ته غبرګون ښودلی دی؟

نوموړي زیاته کړې: اوس، چې روسیې له کلونو خبرداریو وروسته د ځان دفاع پیل کړې څرګندوي؛ G20 هېوادونه یوازې اوکرایین ته لیواله دي، دا د شرم خبره ده او دا پالیسي به ناکامه شي.

د جي -۲۰ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د تېرې اوونۍ د چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه.

د غونډې برخه والو د خوراکي خوندیتوب او روان پرمختګ لپاره د همکارۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نویو راپیدا شویو ګواښونو، بشري مرستو، طبیعي پېښو او نورو هېوادونو لپاره د اوکراین د وضعیت د پایلو په اړه خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version