نړۍ

جي – ۲۰ هېوادونو پر مالیې او کرونا واکسین لېږلو هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۰)

د نړۍ د شل شتمنو هېوادونو مشرانو هوکړه کړې، چې پر لویو شرکتونو لږ تر لږه ۱۵ سلنه مالیه وضع او بېوزلو هېوادونو ته کرونا واکسین ولېږل شي.

رویټرز د جي ۲۰ نړیوالې ډلې د راپور له مخې څرګنده کړې؛ د جي ۲۰ سرمشریزې مسوده ښیي؛ په غونډه کې حاضرو هېوادونو هوکړه کړې، چې  پر لویو نړیوالو شرکتونو لږ تر لږه لګېدلې ۱۵ سلنه مالیه به له  ۲۰۲۳ زېږدیز کال څخه د پلي کېدو وړ وي.

د جي ۲۰ غړیو هېوادونو به پرونې څرګندونه کې راغلي: مونږ په ټوله نړۍ کې له خپلو ټولو شریکانو څخه غواړو، چې له نوې هوکړې سره ځان برابر او پر سوداګریزو قراردادونو لږ تر لږه  ۱۵ سلنه مالیه وضع کړي.

ټاکل شوې، چې د دغې هوکړې وروستۍ پایله نن د ایټالیا په روم ښار کې د جي ۲۰ سرمشریزې پر وروستۍ ورځ په رسمي بڼه اعلان شي. د روان کال په اکتوبر میاشت کې ۱۳۶ هېوادونو هوکړه وکړه، چې د نړۍ پر سترو کمپنیو لکه ګوګل، امازون، مایکروسافټ، اپل او فیسبوک به لږ تر لږه مالیه ولګوي.

د امریکا د خزانې وزیر جینټ یلن ویلي؛ د دې هڅې موخه په هغو سیمو کې، چې د مالیاتو ټیټه کچه لري د شرکتونو د مالیې د غلا مخه نیسي؛ خو د انټرنیټ لوی شرکتونه باید د اوس په پرتله ډېره مالیه ورکړي. دا تړون به د کوچنیو کاروبارونو او کارګرانو سوداګرۍ ته وده ورکړي.

جي ۲۰ ډلې همدارنګه د ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د کرونا واکسین د نړیوال وېش غوښتنه وکړه. اټکل کیږي، چې د دې میاشتې تر پایه به شتمن هېوادونه له یو میلیارډ څخه ډېر واکسین راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېرو بېوزلو هېوادونو د خپل نفوس یوازې څو سلنه واکسین کړي دي.

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستې لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version