تازه خبرونه

جګړه په جګړو پای ته نه رسیږي- پتریک کندي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدتحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه لیک دلاسلیک په بهیر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له اریانا نیوز سره په ځانګړو خبرو کې لهدغه هوکړه لیک هرکلی وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پتریک کندي ویلي، افغان ځواکونه اوس ښه دسپلین لري او ګواښونو ته ځواب هم ویلی شيي.دا هم باید په یاد وساتو،چې جګړه په جګړه نه ګټل کیږي؛نو،ځکه له ګلبدین حکمتیار سره د سولې له هوکړې ملاتړ کوو.

د هغه په وینا؛امریکا به د بروکسل په غونډه کې تر دوه زره شلم میلادي کال پوري له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلان کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علی احمد جلالي وايي، چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون له نورو وسلوالو ډلو سره د سولې دروازه پرانیزي؛ خو په امریکا کې د سولې او دیموکراسۍ د انجمن پخوانی رییس امان الملک جلاله له ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون ته چندانې هیله من نه دی.

په امریکا کې افغان سفیر حمد الله محب وايي، چې افغان حکومت د سولې او جګړې دواړو کفایت لري.

د یادونې وړ ده، چې وسلوالو طالبانو، حقاني ډلې او په دې وروستیو کې داعش د حکومت او بهرنیانو پر خلاف جګړه کوي.

خبریاله: نذیره کریمی عظیمي

Trending

Exit mobile version