تازه خبرونه

جګړې ته چمتو بهرني رضاکاران د یوه خپلواک ځواک په توګه تنظیموو- زیلینسکي

Published

on

د اوکراین ولسمشر ویلي؛ هغه بهرني رضاکاران تنظیموي، چې د یوه خپلواک ځواک په توګه په هیواد کې جګړې ته چمتو وي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ رویټرز د یکشنبې پر ورځ د ولادیمیر زیلینسکي له خبرو په ډاګه کړې، چې هېواد یې د بهرنیو رضاکارانو یوه نړیواله اردو جوړوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا ( لښکر) زمونږ له هېواد سره ستاسې د رښتیني ملاتړ ښکارندویي کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویدیځو هېوادونو د اوکرایین د هغو پوځیانو د وسلو په برخه کې مرسته کړې، چې د روسیې د یرغل د تمبولو لپاره په جګړه کې ښکېل دي.

تر دې دمه امریکا، انګلستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو اوکراین ته وسلې استولي دي.

د شنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکرایني جنګیالیو ته د ۳۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د ټانک ضد امریکایي وسلو برابرول تائید کړي دي.

جرمني او هالنډ هم ژمنه کړې، چې اوکراین ته به ټانک ضد وسلې او توغندي واستوي.

آسټرالیا هم د یکشنبې پر ورځ هوکړه وکړه، چې اوکراین ته وسلې ولېږدوي.

د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي: ما له دفاع وزیر سره خبرې وکړې او مونږ به هڅه وکړو، چې د ناټو د ملګرو په ځانګړي توګه د امریکا او انګلستان له لارې روانې جګړې ته هر ډول ملاتړ چمتو کړو.

روسیې د پنجشنبې پر ورځ د اوکرایین له پولو سره نږدې د پوځیانو له ځای پر ځای کولو وروسته پر اوکراین بریدونه پیل کړل.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي؛ دغه پوځي هڅه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر سپارښتنه شوې، چې د یوه بشپړ یرغل معنا لري.

په یوه لوی پرمختګ کې اروپایي کمیسیون د یکشنبې پر ورځ له SWIFT نړیوالو تادیاتو سیسټم څخه د ځینو روسی بانکونو د ایستلو پلان اعلان کړ، چې د روسیې پر وړاندې سخت بندیز نومول شوی دی.

Trending

Exit mobile version