ساینس او ​​ټیکنالوژي

جیمز اوب تلسکوپ په کائناتو کې ترټولو زوړ کهکشان وموند

Published

on

د جیمز اوب سپیس تلسکوپ یو نوی انځور اخیستی، چې په کائناتو کې تر ټولو پخوانی لیدل شوی کهکشان ښیي.

د جمیز اوب فضا څارونکې د خپلې خورا حساسې NIRCam وسیلې له کارولو سره د ساینسي عملیاتو له پیلولو یوازې څو ورځې وروسته ۱۳.۵ میلیارد کلن کهکشان وموند.

دا کهکشان، چې GLASS-z13 (GN-z13) نومیږي، ۱۳.۵ میلیارد کاله عمر لري او له سترې چاودنې یا بیګ بینګ څخه ۳۰۰ میلیون کاله وروسته راجوړ شوی دی.

پخوانی مقام لرونکی، چې په ۲۰۱۵ کې هابل تلسکوپ لخوا کشف شو؛ GN-z11 و، چې د کائناتو له زیږون څخه ۴۰۰ میلیون کاله وروسته تاریخ لري.

ناسا تېره اوونۍ د جیمز اوب له لومړنیو حیرانونکيو روښانه انځورونو مخکتنه وکړه. له هغه وخت راپدیخوا، د جیمز اوب ډلې د مشتري او د میسه 74 (M74) مارګوني کهکشاني انځورونه ښودلي دي.

د هارورد او استرو فزیک د سمیتسونین مرکز ساینس پوهانو د چارشنبې پر ورځ د جولای ۲۰ د نوي کشف په اړه دوه مخکینۍ لیکنې خپرې کړې. په خپلو اسنادو کې دوی څرګنده کړې، چې دوی د ورته عمر یو بل کهکشان هم کشف کړی چې د GLASS-z11 په نوم یادیږي.

څېړونکیو ویلي، چې دواړه نوي کشف شوي کهکشانونه د شیدو لارې په پرتله کوچني دي.

 GLASS-z13 تقریبا ۱۶۰۰ نوري کاله پراخ دی، GLASS z-11 تقریبا ۲۳۰۰ نوري کاله دی او د شیدو لار ۱۰۰۰۰۰ نوري کاله قطر لري. دا د تمې وړ ده، ځکه د شیدو لار، چې پخپله د ۱۳ میلیارد کلونو څخه ډېر عمر لري، د کوچنیو کهکشانونو د تېرولو له لارې راټولولو لپاره ډیر وخت درلود.

Trending

Exit mobile version