سیمه ییز خبرونه

جیمز کليپر: افغان ولسمشر به هېڅكله له امريكا سره امنيتي او دفاعي سند لاسليك نه كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا د ملي استخباراتو د ادارې رئيس وايي، ګمان نه كېږي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى به د كابل – واشنګټن تر منځ امنيتي او دفاعي سند لاسليك كړي. خو په كور دننه بيا داسې هيلې دي، چې ممكن حامد كرزى دا سند لاسليك كړي.

د كابل- واشنګټن تر منځ د امنيتي او دفاعي سند د لاسليك په برخه كې ټكنى حالت داسې يوه حد ته ور رسېدلى، چې اوس د حامد كرزي په ذريعه د دې سند د لاسليك لپاره هيلې نور په ناهيلو اوښتې دي.

د امريكا د ملي استخباراتو د ادارې رئيس جیمز کليپر د دې هېواد د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو په كمېټه كې د خبرو پر مهال ويلي، ولسمشر حامد كرزى به هېڅكله له امريكا سره دوه اړخيز امنيتي او دفاعي سند لاسليك نه كړي.

نوموړی زیاتوي، ښه روښانه ده، چې د دې هوكړه ليك لاسليك اوږده پروسه ده، زما په نظر، چې د دې ادارې سياست هم نه دى، باور نه لرم، چې ولسمشر كرزى دا سند لاسليك كړي.

په افغانستان كې بيا باور كېږي، چې د كابل-واشنګټن تر منځ د امنيتي او دفاعي سند د نه لاسليك په صورت كې به د افغانستان اقتصاد او امنيت له بدو پاېلو سره مخامخ شي، خو د امريكا د ملي استخباراتو

د ادارې رئيس په دې باور دى، چې د دې هوكړه ليك په لاسليك كې ځنډ سر له اوسه منفي تاثيرات را منځته كړي دي.

له څلورو مياشتو څخه كمه موده پاتې ده، چې د حامد كرزي واكمني پاى ته ورسېږي، او ټاكل شوې تر ټاكنو وروسته نوى ولسمشر په خپل كار پېل وكړي. پوښتنه دلته ده، چې دا سند به څوك لاسليكوي؟ حامد كرزى او يا د هغه ځاى ناستى.

په وروستيو كې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، كه امريكا نه شي كولاى د افغانستان شرطونه عملي كړي، بايد خپله بې وسي په رسمي توګه وښيي، ځو ولسمشر كرزى په دې باب خپله وروستۍ پرېكړه وكړي.

Trending

Exit mobile version