سیمه ییز خبرونه

جېمز ماتيس: په افغانستان كې د شلو زرو نړيوالو سرتېرو د پاته كېدو اړتيا ليدل كېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې ناټو او ايساف له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د پاته كېدونكو سرتېرو د شمېر په اړوند فكر كوي، په منځني ختيځ كې د امريكايي سرتېرو قومندان ويلي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د شلو زرو نړيوالو سرتېرو د پاته كېدو اړتيا ليدل كېږي.

په منځني ختيځ كې د امريكايي سرتېرو قومندان جېمز ماتيس وایی:

ما خپله وړانديز كړى، چې په افغانستان كې ديارلس زره او شپږ سوه امريكايي سرتېري پاته شي.

زه ګومان كوم، چې زمونږ ملګري به هم شپږ زره او شپږ سوه سرتېري په افغانستان كې وساتي.

دا شمېره له هغه څه ډېره اوچته ده، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما او ناټو يې په باب فكر كوي.

جنرال ماتيس زیاته کړه، چې د افغانستان د نا اټكل كېدونكې جګړې له كبله دى نه شي كولاى تر دوه زره اتلسم كال پورې له افغانستان څخه د سرتېرو د ايستلو مهال وېش په ډاګه كړي.

له بلې خوا افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:

له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د نړيوالو سرتېرو پاته كېدل د افغان دولت سره د تفاهم په صورت كې شوني دي.

دا په داسې حال كې دي، چې افغان حكومت له امريكا سره د ستراتيژيك سند تر لاسليك وروسته له دغه هېواد سره د امنيتي تړون د لاسليك پر سر خبرې كوي.

افغان ولسمشرهمدارنګه وایی، چې له امريكا سره په امنيتي تړون كې به د افغانستان ملي ګتې په پام كې ونيسي.

Trending

Exit mobile version