تازه خبرونه
حامد کرزي او د ملي امنیت ریاست له طالبانو سره خبري تخریب کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي امنیت ریاست له طالبانو سره د سولي خبري اتري تخریب کړي دي.
د پاکستان رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله ویلي؛ د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په کابل کې له افغان چارواکو سره خبري کړي، چې د سولي خبري اترې له سره پیل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند نه دي ویلي، چې کرزي او د ملي امنیت ریاست څنگه د سولې خبري اترې تخریبولې.