تازه خبرونه

حامد کرزي د نجونو له زدکړو او په واک کې د ښځو له حضور ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۴۰۰)

 پخواني ولسمشر حامد کرزي ترکي خپرونې هابرټورک ته په خبرو کې د نجونو د زدکړو د بهیر پر دوام او په واک کې د ښځو له حضور ملاتړ څرګند کړ او په وینا یې د ښځو له رول پرته پرمختګ ستونزمن دی.

حامد کرزی وایي، چې په واک کې دې ښځې حضور ولري او هر څومره، چې ژر شونې وي؛ باید نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.

نوموړي څرګنده کړې؛ نجونې باید ژر ښوونځیو ته ولاړې شي او دا زمونږ غوښتنه ده، چې په دولت او ټولنه کې ښځو ته له مناسب ځای پرته به مونږ سرلوړي نشو. مونږ د هغوی تر څنګ پیاوړي یوو او مونږ ټول هڅه کوو، دې پیاوړې بریا ته لاسرسي ومومو.

یوشمېر ښځینه زدکوونکې او خلک هم د اسلامي امارت له دې پرېکړې، چې دمګړۍ یې نجونو ته تر شپږم ټولګې د زدکړو د دوام د اجازې اعلان وکړ، هرکلی کوي.

زدکوونکې شکیلا احمدي وایي؛ مونږ غواړو، چې د نجونو متوسطې او لیسې هم ژر تر ژره پرانستل شي او بېسواده پاتې نشو.   

د کابل اوسېدونکې سمیع الله وایي: اسلامي امارت ښه دي؛ له دې مخکې خلک اندېښمن ول، چې ښوونځي به وتړل. اوس ګورو، چې هرڅه سم روان دي؛ نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي او غلا نه لیدل کیږي.   

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي: پر یوې نوې کړنلارې کار کوي، چې له مخې به یې نجونې په خوندي توګه ښوونځیو ته ولاړې شي؛ د ښوونځیو دروازې به د هغو نجونو پر مخ هم پرانیستل شي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته زدکړې کوي.

Trending

Exit mobile version