تازه خبرونه

حامد کرزی: امنيتي بنسټونه بايد په ټاكنو كې لاسوهنه ونه كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزي په دوو تازه فرمانونو كې له امنيتي او ملكي بنسټونو غوښتي، چې د دوهم پړاو ټاكنو د امنيت خوندي كولو لپاره جدي هڅې وكړي.
په داسې حال كې، چې د غبرګولي ۲۴ مې ته له دوو اوونيو كم وخت پاتې دى، افغان ولسمشر د ځانګړو فرمانونو په ترڅ كې امنيتي او ملكي بنسټونه مكلف كړي، چې د ټاكنو سلامتيا ته جدي پام وكړي.
د فرمان په لومړيو كرښو كې په دې ټينګار شوی، چې په ټاكنو كې هېڅ راز لاسوهنه ونه شي.
د ولسمشر فرمان: سرتېري بايد په دوهم پړاو ټاكنو كې هېڅ لاسوهنه ونكړي او په خپل سر د رايو مركزونو ته داخل نه شي.
په دغه فرمان كې افغان ولسمشر امنيتي بنسټونو ته سپارښتنه كړې، چې د ټاكنيزو كميسيونونو قانوني فعاليتونو محرميت وساتي.
د ولسمشر فرمان: امنيتي بنسټونه بايد هغه اسناد او معلومات محرم وساتي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون يې ور سره شريكوي. دغه معلومات بايد نشر نه شي او نه هم د كوم كانديد په واك كې وركړل شي.
په فرمان كې سرتېري مكلف ګنل شوي، چې هېڅ ډول تاوتريخوالي او ګډوډى ته لمن ونه وهي.
د ولسمشر فرمان: سرتېري بايد د ټاكنو پر مهال له تاوتريخوالي د ډكو حركتونو مخنيوى وكړي. كه د ټاكنو په مختلفو پړاوونو كې ګډوډي پېښېږي سرتېري بايد هغه داسې كنټرول كړي، چې وسله پكې ونه كارول شي.
افغان ولسمشر حامد كرزي په يوه جلا فرمان كې دولتي مامورين مكلف ګرځولي، چې په ټاكنو كې خپله بې طرفي وساتي.
د ولسمشر فرمان: رايه وركوونكي بايد مجبور نكړل شي، چې مشخص كانديد ته رايه وركړي. د هر هغه عمل مخه ونيول شي، چې د ټاكنو سري والى او ازادي تر پوښتنې لاندې راولي.
دا په داسې حال كې ده، چې لا هم هغه دولتي مامورين په دندو پاتې دي، چې د وري د شپاړسمې نېټې په ټاكنو كې په درغليو تورن بلل شوي دي.

Trending

Exit mobile version