سیمه ییز خبرونه

حامد کرزی: د پاكستاني ملا طاهر اشرفي وروستۍ څرګندونې له عقله لرې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د پاكستان د ديني عالمانو د شورا د رئيس وروستۍ څرګندونې وغندلې او له پاكستان څخه يې وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه كې عملي ګامونه واخلي.

بل لور ولسمشر حامد كرزي د پاكستاني ملا طاهر اشرفي وروستۍ څرګندونې چې په افغانستان كې يې ځانمرګي بريدونه روا بللي، له عقله لرې وبللې او ويې ويل د هغو كسانو نومونه بايد د نړۍ د اخلاقياتو په تور ليست كې شامل شي، چې د ترهګرو د هڅونې لامل ګرځي.

د دغه پاكستاني ملا وروستۍ څرګندونې د څو ورځو له تېرېدو وروسته هم رسنيو ته خبر جوړونكې دي.

طاهر اشرفي په افغانستان، كشمير او فلسطين كې ځانمرګي بريدونه روا بللي او د ده په وينا، افغانستان د امريكا، كشمير د هندوستان او فلسطين د اسراييلو له خوا اشغال شوي دي.

چارواكو تر كومه ځايه، چې په رسنيو لاس رسى درلود، دا څرګندونې تل غندلي دي، او اوس د ناټو د سرمنشي وار دى، چې هغه هم دا خبرې وغندلې.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن، چې په كابل كې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره ګدې خبري غونډې كې خبرې كولې، وويل:

هېڅ شى نه شي كولاى ځانمرګي بريدونه روا وبولي.

راسموسن زیاته کړه، له هر څه لومړى زه دا خبرې سختې غندم، چې ځانمرګي بريدونه روا بلل شوي دي. هېڅ شى نه شي كولاى دا بريدونه روا كړي.

خو د ولسمشر حامد كرزي غبرګون دې څرګندونو ته ډېر توند وو او تر يوه ځايه يې دا خبرې غېر عقلاني وبللې.

د ولسمشر حامد كرزي له دې واضح او توندو خبرو سره سره د ناټو سرمنشي له پاكستان غواړي، چې د ترهګرو پر خلاف مبارزه كې همكاري وكړي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن همدارنګه وویل، مونږ تل د پاكستان له حكومت او پوځ څخه غوښتي، چې د افغانستان او پاكستان تر منځ په ګډه پوله كې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې پر وړاندې مبارزه وكړي. مونږ د پاكستان يوې مثبتې ژمنې ته اړتيا لرو څو نه يواځې په افغانستان بلكې په سيمه كې د دوامداره امنيت او ثبات لپاره ډاډ تر لاسه كړو.

د بهرنيو چارو وزارت هم دا څرګندونې نا سمې او خندونكې بللي دي.

Trending

Exit mobile version