سیمه ییز خبرونه
حامد کرزی: له مارشال فهيم پرته ستونزمنه وه، چې د سولې غږ اوچت وساتو
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، مارشال محمد قسيم فهيم له طالبانو سره د سولې له خبرو لازم ملاتړ كاوه. ښاغلي كرزي همدا راز وويل، په تېرو دولسو كلونو كې له مارشال محمد قسيم فهيم پرته ستونزمنه وه، چې د سولې غږ اوچت وساتو.
د مارشال محمد قسيم فهيم پر مړينې سره به آيا د افغانستان د سولې پروسه له ننګونو سره مخامخ نه شي.
په وروستيو دولسو كلونو كې مارشال فهيم تل له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو فعال ملاتړى بلل كېده.
ولسمشر حامد كرزي د وزيرانو شورا په ناسته كې ويلي، د مارشال فهيم په مړينې سره به د سولې د پروسې دوام له ستونزو سره مخامخ شي.
د ولسمشر دويم مرستيال كريم خليلي هم د مارشال فهيم مړينه يوه ستره ضايعه بولي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي او د ولسمشر ستر سلاكار نعمت الله شهراني باور لري، چې مارشال فهيم د ملي يووالي د را منځته كېدو لپاره ډېرې هڅې كړې دي.
مارشال محمد قسيم فهيم په داسې حال كې مړ كېږي، چې د افغان حكومت پر وړاندې ټاكنې، د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه او له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو پېل د سترو چلنجونو په توګه مطرح دي.