تازه خبرونه
حامد کرزی نن د پخلاینې عالي شورا له غړیتوبه تېر شو
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې هغه نه غواړي په کوم حکومتي جوړښت کې ګډون وکړي.
حامد کرزي خپلې څرګندونې په دې شورا کې د غړیتوب له اعلان یوه ګړې وروسته رسنیزې کړې دي.
نوموړي په ډاګه کړې؛ که څه هم هغه نه غواړي د حکومت غړیتوب ولري؛ خو د یو عادي وګړي په توګه به د سولې لپاره خپل کار روان وساتي.
د شنبه پر ورځ ولسمشر غني د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې عالي شورا ۴۸ غړي وټاکل.
په دغو ۴۸ کسانو کې یو هم د حامد کرزي نوم راغلی دی.
ویل کیږي، چې د سولې دغه بنسټ د آسانۍ د راوستلو او د بهیر د پیلولو مسوول دی؛ خو د سولې په اړه د هوکړې واک نلري.
