سیمه ییز خبرونه

حامد کرزی: يواځې د ښځو رايي كولاى شي، د ولسمشرۍ يو كانديد بريالى كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر حامد كرزى وايي، افغانستان به كله هم شاته ولاړ نه شي، او ټولې هغه لارې تړلي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته افغانستان له كړكېچ سره مخامخ كړي. نوموړي چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت يوې نمانځغونډې كې خبرې كولې، په روڼ ډول د ټاكنو تر سره كول په هېواد كې د ثبات د ټينګښت ښه تګلاره وبلله او ويي ويل، يواځې د ښځو رايي كولاى شي، د ولسمشرۍ يو كانديد بريالى كړي.

په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او زور زياتي لمن دومره پراخه شوې، چې ولسمشر حامد كرزى د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له نارينه و غواړي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او زور زياتي پر ځاى د امريكا په مقابل كې ودرېږي.

نوموړي په تېرو دولسو كلونو كې د حكومت لاسته راوړنې كافي نه بولي، او له راتلونكي ولسمشره غواړي، چې د ښځو د ژوندانه د ښه والي لپاره ډېرې هڅې وكړي.

ولسمشر كرزي دا اندېښنې بې ځايه وبللي، چې وايي، ممكن له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو په وتو سره د دې هېواد حالت خراب شي. هغه وويل، ټولې هغه لارې یی تړلي دي، چې افغانستان شاته بيايي.

ښاغلى كرزى باور لري، چې څو ورځې وروسته به د رايي وركولو په شرايطو له برابرو كسانو څخه ډېر يي د رايو صندوقونو ته ولاړ شي.

نوموړى وايي، په تېرو ټاكنو كې د ښځو د رايو د استعمال له كبله بريالى شوى دى.

ولسمشر كرزى همدارنګه زیاتوي، چې د ټاكنو په پروسه كې د بهرنيو نه لاس وهنې به له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان د ثبات لامل وګرځي.

نوموړى زياتوي راتلونكى ولسمشر به له ده څخه په ښه ډول افغانستان ثبات او پرمختګ ته ورسوي.

د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته دولس كاله كېږي، چې هر كال د ښځو نړيواله ورځ نمانځل كېږي، خو لا هم دا هېواد  ښځو ته ښه ځاى نه دى، او د ولسمشر كرزي پر حكومت تل نيوكې شوي، چې د ښځو حقونو ته يي رسيدګي نه ده كړې، او دا هېواد لا هم د ښځو د حقونو د تامين لپاره د مبارزې لومړۍ كرښه ده.

Trending

Exit mobile version