تازه خبرونه
حزب اسلامي د سولې د هوګړې لاسلیک ته چمتو شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د هوګړې لاسلیک ته چمتو دی.
د حزب اسلامي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان له حکومت سره د دغه ګوند خبرې بشپړې شوي او د سولې هوکړه نهايي شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې د حکمتیار حزب اسلامي پخوا هم د سولې د هوکړې لاسلیک ته چمتو و؛ خو د ځینو ستونزو له کبله د کابل حکومت د سولې موافقه ځنډولې وه.
په اعلامیه کې راغلي؛ حاضردمه د افغانستان حکومت د سولې د هوکړې لاسلیکولو ته د چمتووالي د ښودلو ترڅنګ د حزب اسلامي پلاوي ته بلنه ورکړې، چې کابل ته ورشي.