نړۍ

حزب الله او اسرائیلو اعلان شوی اوربند ومانه

نوموړي زیاته کړې: په راتلونکیو ۶۰ ورځو کې به د اسرائیلو پوځ پر تدریجي بڼه ووځي، اسرائیلي ملکي وګړي به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او د لبنان پوځ به د خپلې خاورې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۳

د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې پر ځايي وخت د سې‌شنبې پر ورځ (د لیندۍ شپږمه) له سپینې ماڼۍ څخه خبریالانو ته په وینا کې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه تائید کړه او څرګندوي: نن زه د منځني ختیځ څخه ښه خبر لرم. ما د لبنان او اسرائیلو له لومړي وزیرانو سره خبرې کړې او په دې خوښ یم، چې دوی د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د ویجاړونکې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي: دا تړون د تل لپاره د شخړو د ختمولو لپاره ډیزاین شوی او په سیمه‌ییز وخت د چارشنبې له سهاره به عملي شي.

نوموړي زیاته کړې: په راتلونکیو ۶۰ ورځو کې به د اسرائیلو پوځ پر تدریجي بڼه ووځي، اسرائیلي ملکي وګړي به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او د لبنان پوځ به د خپلې خاورې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

بایډن ادعا کړئ، چې: دا تړون په بشپړ ډول پلي شوی او مونږ به له فرانسې سره په ګډه د دې تړون په پلي کېدا کې مرسته وکړو. د لبنان په جنوب کې به امریکايي ځواکونه ځای پر ځای نشي. که حزب الله له تړون څخه سرغړونه وکړي؛ اسرائیل حق لري، چې له ځانه دفاع وکړي.

امریکايي ولسمشر همداراز ویلي: حماس هم یوازې یو غوراوی لري، چې یرغمل شوي بندیان په ځانګړي توګه امریکایان خوشې کړي.

د بایډن له وینا مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په سیمه‌ییز وخت د سې‌شنبې پر ورځ په ایټالیا کې د G7 بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ: مونږ په لبنان کې د اوربند هوکړې په وروستي پړاو کې یوو. په لبنان کې د اوربند هوکړې ته رسیدل د امریکا او زمونږ د ملګرو لکه فرانسې د ژورو ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: زه باور لرم، چې په سیمه کې د تاوتریخوالی له کمولو سره د غزې جګړه پای ته رسولی شي. د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند خبرې په وروستي پړاو کې دي او دا اوربند به د غزې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

هغه د حماس پر وړاندې د واشنګټن د ادعاوو له تکرارولو سره ویلي: حماس د خپل ځان د ملاتړ لپاره د څو محاذونو پر پرانیستلو تکیه کړې؛ خو په لبنان کې اوربند به یې له ملاتړه محروم کړي. له جګړې وروسته باید داسې پلان جوړ شي، چې د غزې خلک له حماس پرته ژوند وکړي.

هغه ټینګار کړی: مونږ ګورو، چې هره ورځ د لبنان او اسرائیلو ترمنځ پر دواړو خواوو راکټونه ویشتل کیږي، چې دا د چټک اوربند اهمیت څرګندوي. د لبنان او اسرائیلو تر منځ باید اوربند رامنځته شي، چې شخړه د پراخې سیمه‌ییزې جګړې پر لوري ونه‌غځیږي.

بلینکن وایي: مونږ ژمن یو، چې د ټرمپ له ادارې سره د غزې د اوربند او نورو مسلو په اړه کار وکړو.

ویل کیږي، چې؛ د اوربند له پیلېدو وروسته په سیمه کې د جګړو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي او تر راتلونکیو ۶۰ ورځو یا دوه میاشتو پورې به د لبنان له سویل څخه د اسرائیلو پوځیان وځي او په یاده سیمه کې به د لبنان دولتي ځواکونه ځای پر ځای کېږي.

Trending

Exit mobile version