تازه خبرونه

حقاني په افغانستان کې د پياوړي هوايي ځواک غوښتنه وکړه

حقاني د هوايي ځواک او هوايي دفاع له پوهنتون څخه د درې پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي؛ ډېر ژر به اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړي، چې په بېلابېلو برخو کې پر ځان متکي دی.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د شنبې پر ورځ د پوځي قطعاتو د وړتیاوو د لوړولو او ښه تجهیز د اړتیا ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د هېواد هوايي ځواک د افغانستان اصلي ساتونکی دی.

حقاني د هوايي ځواک او هوايي دفاع له پوهنتون څخه د درې پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي؛ ډېر ژر به اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړي، چې په بېلابېلو برخو کې پر ځان متکي دی.

هغه ویلي: زمونږ هوايي ځواکونه د وطن اصلي ساتونکي دي. نن که نړۍ مونږ د هوايي او ځمکني دفاع پر نلرلو تورنوي او یا یې وړتیا نلرو؛ تاسې په عمل کې ثابته کړه، چې نن مونږ درې کسان د ۳۰۰۰ کسانو برابر ګڼو او ان شاالله په لنډ وخت کې به پر ځان‌بسیا شو.

د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه او په ګاونډ هېوادونو کې یې د افغان پوځي الوتکو پر پرېښودو د امریکا پر پرېکړې سختې نیوکې وکړې، چې د جمهوري حکومت د سقوط پر مهال یې الوتنې وکړې.

فطرت دا ټینګار هم کړی، چې د اسلامي امارت دروازې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پر مخ خلاصې دي.

هغه وایي: ځوانانو مو افغانستان خوشې کړ او وتښتېدل او اوس په پرديو هېوادونو کې ژوند کوي. که څه هم دوی هوسا او ډاډه هم وي؛ خو په هغو هېوادونو کې یې دین سمون نه خوري. که دوی واقعاً مسلمانان وي؛ د ګناه احساس کوي؛ نو د اسلامي امارت غېږ ټولو ته خلاصې دي، دوی باید بېرته هېواد ته راستانه شي.

دغه چارواکي خبرداری ورکړ؛ هغه کسان، چې د بهرنیانو پر امر د هېواد امنیتي وضعیت خرابوي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

هغه وایي: کوم حکومت، چې اوس په افغانستان کې حاکم دی؛ خپلواک دی او د افغانستان ټوله خاوره کنټرولوي او بشپړه خپلواکي لري او که څوک وغواړي، چې دلته امنیت ګډوډ کړي، که څه هم هغه افغان وي، که څه هم زمونږ د بدن برخه وي؛ مونږ به یې مخه ونیسو، چې خلک په پوره امن او سوکالۍ کې پاتې شي.

پر درې پیلوټانو سربېره، چې پدې اوونۍ کې فارغ شوي؛ نور ۱۲۰ کسان د هوایی ځواک پوهنتون ته استخدام شوي. دوی به د فراغت لپاره څلور کاله زده‌کړې وکړي.

Trending

Exit mobile version