تازه خبرونه

حقاني کابل ته د ترکيې د عالمانو د راغلي پلاوي مشورې ارزښتمنې یادې کړې

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ترکیې د عالمانو له یوه پلاوي سره وکتل او د اسلامي امارت د غښتلتیا او پیاوړتیا لپاره یې د هغوی مشورې ارزښتمنې وبللې.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۸ ) ترسره شوې سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو د جوړولو او دغه راز په ستونزمنو وختونو کې له افغانانو سره د همکارۍ له کبله د ترکیې له حکومت، په ځانګړې توګه د دغه هېواد له عالمانو مننه وکړه.

حقاني زياته کړې: که څه هم  په ځینو وختونو کې د اسلامي احکامو او عباداتو ترسره کول ستونزمن ول؛ خو هغه وخت علماوو د دین او دعوت شمعې روښانه وساتلې او د حق اذانونه یې ورکول.

هغه ويلي؛ مونږ له تاسې سره د شريعت له مخې د دين او ورورګلوۍ پر پړي تړلي يوو.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې د عالمانو شورا مشر شیخ ابراهیم سردار ویلي، چې ترکیه له افغانستان سره اوږدې تاریخي اړیکې او ګڼ ګډ ارزښتونه لري.

نوموړي د ازادۍ په مبارزه کې د افغانانو قربانۍ او د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې.

د دغه پلاوي د غړیو د څرګندونو له مخې؛ د افغان ځواکونو له لوري د سختيو له ګاللو وروسته د آسانتياوو رامنځته کېدل الهي آزموینه او د حکومتولۍ په دوره کې د هېواد او ملت چوپړ ستر مسوولیت دی.

ویل کیږي، چې د دغه پلاوي له راتګ سره به د ترکیې او افغانستان د حکومتونو او ولسونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.

Trending

Exit mobile version