تازه خبرونه

حقوق دانان: د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته د ولسي جرګې کار ناقانونه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځینې حقوق پوهان وایی، ولسي جرګه باید د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته خپل کار ته دوام ورنکړي.

له دې نیټې وروسته د ولسي جرګې د اوسنیو غړو د کار دوام په بشپړه توګه د قانون خلاف ده.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه له حکومت غواړي چې دې ستونزې ته د حل لارې د پیدا کولو لپاره باید بیا له قانون سرغړونه ونه کړي.

په همدې وخت کې د ولسي جرګې زیاتره غړي د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته خپل کار قانوني بولي، دوی وایی، د پارلماني ټاکنو د پایلو تر اعلام پورې به خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د اساسي قانون په دري اتیایمه ماده کې راغلي دي:

د اساسي قانون دري اتیایمه ماده:

د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه د انتخاباتو د نتیجو د اعلان څخه وروسته پای ته رسیږي، او نوې شورا په کار پیل کوي.

په بل بند کې راغلي دي.

د ولسي جرګې د دورې تر ختمېدو د مخه له دیرشو څخه تر شپیتو ورځو پورې موده کې د ولسي جرګې د غړیو انتخاب کیږي.

حقوق پوه نصرالله ستانکزی:

ځینې کسان چې استدلال کوي او له ټاکنو وروسته کلمه باندې ټینګار کوي؛ باید متوجه واوسي چې د دې مادې په بل بند کې راغلي چې؛ د ولسي جرګې د کار له پایڅخه دیرش یا شپیته ورځې مخکې باید ټاکنې ترسره شي. نو اوس که داسې وي چې ټاکنې ترسره شوي وي او د ځینو ستونزو له امله یې پایلې نه وي اعلان شوي، نو په دې صورت کې د ولسي جرګې د کار دوام توجیه کیدای شي؛ خو اوس خبره داده چې ټاکنې اصلاً نه دي ترسره شوي. دلته دوه ځله قانون تر پښو لاندې شوی؛ لومړی دا چې ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شوې، بل دا چې ولسي جرګه خپل کار ته دوام ورکوي.    

ولسي جرګه هر کال دوه ځلې رخصتي کوي. حکومت د همدې رخصتیو په جریان کې د ملي شورا ځینې کارونه مخته وړي، د حقوق پوهانو ټولنه وایی، د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته تر ټاکنو پورې باید د ولسي جرګې اوسني غړي خپل کار ته دوام ورنه کړي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مدد زی وایي؛ دلته دا ایجابیږي چې ولسي جرګه د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته خپل کار ته دوام ورنکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس هم ویلي چې د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته د ولسي جرګې د غړو د کار دوام مشروعیت نه لري، هغه وایی، چې د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو لپاره هیڅ چمتووالی او اراده نشته.

 

 

 

 

 

Trending

Exit mobile version