سیمه ییز خبرونه

حكومت بايد له هېواده بهر د خپلو اتباعو له بشري حقونو ساتنه وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بشر د حقونو او مدني ټولنو بنسټونو او د افغانستان د حقوق پوهانو شبكې په ايران كې د افغان وګړو د اعدام د لړۍ پر دوام اندېښنه ښيي. د بشر د حقونو فعالان او د افغانستان د مدني ټولنو بنسټونه وايې، حكومت بايد له هېواده بهر د خپلو اتباعو له بشري حقونو ساتنه وكړي.

په ايران كې د نشه یي توكو د قاچاق په جرم د څو تنو افغانانو اعدامول د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنو د بنسټونو اندېښنې را پارولي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو د كميسيون اجرايوي رئيس موسى محمودي له دولت څخه غواړي، چې د دې قضيې د څېړلو لپاره ايران ته يو پلاوى واستوي.

بلخوا د افغانستان د مدني ټولنې فعال يونس اختر په ايران كې د اعدام له لړۍ څخه د بشري حقونو د نه څارنې په تړاو اندېښنه لري.

بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايې، د افغانانو د خوندي ساتلو چاره د دوی په لومړيتوبونو كې ده او د ايران له حكومت سره اړيكې دوام لري څو د ايران د اجرايه او قضايه ادارو خپلواكي زيان ونه ويني او هم وكړاى شو له خپلو وګړو دفاع وكړو.

په همدې حال كې د افغانستان د حقوق پوهانو شبكه له افغانانو سره د ايران د قضايي چلند پر څرنګوالي اندېښنه لري.

په كابل كې د ايران د سفارت مسئولين په دې تړاو له څه ويلو ډډه كوي.

وړاندې لدې هم په ايران كې په ځلونو د نشه يي توكو د قاچاق په جرم ځينې افغانان په دار ځړول شوي، خو تر اوسه پدې هېواد كې د بندي افغانانو او د اعدام په سزا د محكومو كسانو د شمېرو په باب كره معلومات ندي خپاره شوي.

Trending

Exit mobile version