سیمه ییز خبرونه
حكومت بايد له يوشمېر تصديو ملاتړ وكړي
د بازار د اقتصاد د اوسنيو شرايطو له مخې، حكومت بايد د خپلو محدودو امكاناتو پربنسټ يو شمېر تصدۍ فعالې كړي .
د ماليې وزير حضرت عمرزاخېلوال وايي، خصوصي برخې كه څه هم ډېر امكانات درلودل؛ خو په ځينو مهمو برخو كې يې پانگونه ونه كړه.
هغه وايي حكومت اړ دى، چې په دې برخو كې د تصديو ملاتړ وكړي .
د رسمي څرگندونو له مخې په ۱۳۷۰م لمريز كال كې د ۱۲۰۰ تصديو عوايد د ټولې دولتي بوديجې ۶۵ سلنه جوړوله. جگړې د دې لامل شوې، چې دغه تصدۍ يا ودريږي او يا هم نيمه فعاله پاتې شي. كله، چې په ۱۳۸۲م كال كې د نوي حكومت په رامنځته كيرو اقتصادي سيستم بدلون وموند او حكومت تصديو ته لږه پاملرنه وكړه.
د ماليې وزير حضرت عمرزاخېلوال زياتوي:
اوس د ۱۱ كلونو له تېريد وروسته افغان حكومت متوجه شو، چې د دغو ځينو تصديو فعاليتونه د خلكو او هېواد په گټه دي.
د سوداگرۍ وزارت د نفتي موادو د تصدۍ رييس فريد الله شېرزى وايي، دولت بايد د بازار د اقتصاد د خپلسريو د مخنيوي په موخه بايد د دغو تصديو د خصوصي كولو بهير ودروي.
د ماليې وزارت د شمېرو له مخې په تېرو پېنځه كلونو كې د دولتي تصديو عوايد مخ په ډېريدو دي او په ۱۳۹۲م كال كې د ټولو دولتي تصديو عوايد درې ميليارده څلور سوه او نهه ميليون افغانيو ته رسيدلي، چې يوازې د نفتي موادو د تصدۍ عوايد يو ميليارد او اووه سوه ميليون افغانۍ ډېر شوي دي.