سیمه ییز خبرونه

حكومت د ټاكنو په درشل كې د افغانستان پر رسنيو سانسور را منځته كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

حكومت پر رسنيو د فشارراوړلو له لارې په ټاكنو كې د خپلو  پلانونو د پلې كولو هڅه كوي.  د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ اداره يا نى وايي، چې د حكومت ورستۍ هڅې ښكاره كوي، چې غواړي د ټاكنو په درشل كې د افغانستان پر رسنيو سانسور را منځته كړي.

دوى وايي، چې حكومت يوازې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له لارې كولى شي پر رسنيو نيوكه وكړي او له دې پرته هيڅ حكومتي بنست پر رسنيو د مستقيمې نيوكې حق نه لري .

حكومت تل په ټاكنو كې د خپلو طرحو او پلانونو پر پلې كولو تورن شوى دى.

د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ ادارې يا نۍ اجرائيوي رييس مجيب خلوتگر وايي، چې افغان حكومت پر رسنيو د نويو فشارونو له واردولو سره هڅه كوي، چې د بيان  آزادى را محدوده او د ټاكنو په درشل كې د رسنيو د سانسور زمينه برابره كړي.

نوموړى زياتوي، چې حكومت به په دغه كار د بيان د آزادې په برخه كې دولس كلنې لاسته راوړنې زيانمني كړي.

په داسې حال كې، چې تر راتلونكيو څو مياشتو پورې به ټاكنې تر سره شي؛ خو افغان حكومت تر اوسه هم اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون نه دى تصويب كړى ، چې له دې كبله د رسنيو يو شمېر ملاتړي ادارې اندېښنه لري.

Trending

Exit mobile version