سیمه ییز خبرونه
حكومت علاقه لري، چې د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د خپل خوښې وړ كسان وټاكي
د افغانستان حكومت غواړي ترڅو د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون غړيې يې لاسپوڅي وي. د حق او عدالت ګوند وايي، حكومت د نړيوالو څارونكو په ليرې كولو سره په دغه كميسيون كې د فرصتونو او لاسوهنې چارې پېل كړې دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاكنو په را نيژدې كېدو سره د سياستوالو نوې ليدلوري او اندونه، دا ځل ځينې سياسي ګوندونه وايي، چې حكومت له څه مودې را په دې خوا په راتلونكو ټاكنو كې د لاسوهنې د زمينې د برابرولو هڅه كوي.
د حق او عدالت ګوند غړى معين مرستيال وايي، حكومت علاقه لري، چې د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د خپل خوښې وړ كسان وټاكي.
د آزادو او عادلانه ټاكنو بنياد اجرايوي رئيس جانداد سپين غر وايي:
د غوراوي د كمېټې د غړو د ټاكنو د كميسيون غړي د قومي معيارونو له مخې غوره كړي او كه د شكايتونو د كميسيون د غړو په ټاكلو كې هم دا كار وشي نو دا به يو بې اعتباره كميسيون وي.
د ټاكنو د شكايتونو د كميسيون د غړو د غوراوي كمېټي د شنبې په روځ ( د وږی ۳) په رسمي ډول په كار پېل وكړ.
نظارت كوونكي بنسټونه وايي، چې د شكايتونو د كميسيون په غوراوي كي يوازې قومي تركيب معیار بلل شوى دى.
له همدې سره افغان دولت مكرر ټينګار كوي، چې په شفاف ډول د راتلونكو ټاكنو تر سره كولو ته ژمن دي.