1393ټاكنې

حكومت هڅ كوي، چې د ټاكنو پايله د يوه ځانگړي كانديد په گټه بدله كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشريزو ټاكنو د لومړنيو پايلو په اعلان كې ځنډ د ولسمشرۍ د ځينو كانديدانو غبرگونونه را پارولي دي.

د ولسمشرۍ كانديد داود سلطان زوى وايي، د افغانانو له رښتينو رايو څخه د ناپاكو رايو بېلول اړينه خبره ده.

گل اغا شېرزي لومړى مرستيال عالمی بلخي وايي، افغان حكومت هڅه كوي، چې د ټاكنو پايله د يوه ځانگړي كانديد په گټه بدله كړي.

د داكتر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز كمپاين وياند عباس نويان په دې باوردى، چې د ټاكنو پرخپلواك كميسيون بهرني فشارونه بايد د دې سبب نه شي، چې د ټاكنو د پايلو په اعلان كې ځنډ راشي.

دى له ټاكنيزو بنسټونو غواړي، چې د ټاكنو وروستۍ پايله بايد له ځنډ وروسته اعلام شي.

تر اوسه د ټاكنو د قسمي پايلو دوه پړاوونه اعلام شوي دي، چې داكتر عبدالله عبدالله او داكتر اشرف غني احمدزى د دې بهير مخكښې څېرې دي.

د قانون له مخې، د ټاكنو لومړنۍ پايله به د غويي په څلورمه او وروستۍ پايله د غويي په ۲۴ اعلان شي. د ټاكنو څارونكي بنسټونه په دې اند دي، چې د ټاكنو د پايلو په اعلان كې ځنډ به په دې پروسه كې جنجالونو ته لار اواره كړي.

Trending

Exit mobile version