سیمه ییز خبرونه
حكومت ولسي جرګې ته د پنځو بېلا بېلو پوستونو لپاره پنځه كسان د باور رايې لپاره معرفي كړل
حكومت د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته دوه وزيران، يو د سترې محكمې د عالي شورا غړى او دوه پر اساسي قانون د څار د كميسيون غړي ور وپيژندل. محمد عمر داوود زى د كورنيو چارو وزارت او محمد اكرم خپلواك د سرحدونو اقوامو او قبايلو چارو وزارت ته كانديد شوی دي.
د كورنيو چارو وزارت سر پرست محمد عمر داودزى د كورنيو چارو وزارت د كانديد په توګه محمد اكرم خپلوام د سر حدونو اقوامو او قبايلو چارو وزارت د كانديد په توګه ولسي جرګې ته معرفي شول.
دغه راز برات علي متين د ستري محكمې د عالي شورا د غړي په توګه، نصرالله ستانكزی او لطف الرحمن سعيد اساسي قانون پر عملي كېدو د څار كميسيون ته كانديد شوي دي.
د ولسمشر دويم مرستيال محمد كريم خليلي د دغو كانديدانو د معرفي كولو پر مهال وويل:
د كورنيو چارو او سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو ته د وزيرانو ټاكنه له امنيت سره مرسته كولى شي. هغه په هېواد كې پر روانو ناكراريو اندېښنه وښوده.
هغه د ولسمشريزو ټاكنو پر تر سره كېدو ټينګار وكړ او زياته يې كړه، چې د قدرت عادلانه لېږد لپاره له ټاكنو پرته بل هېڅ بديل نشته.
نوموړي زياته كړه، چې د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون پر سر غېر رسمي خبرې پېل شوې دي خو زياته يې كړه، چې افغانستان به په دغه تړون كې تر هر څه وړاندې ملي ګټې په پام كې ونيسي.
په داسې حال كې، چې ولسمشريزې ټاكنو ته شا او خوا اووه مياشتې پاتې، او د نا امنيو پر زياتېدو اندېښنې ورځ تر بلې زياتېږي، خو د كورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست د سرپرستانو له خوا اداره كېږي.