سیمه ییز خبرونه

حكومت څلور تنه وزيران د ولسي جرگې استيضاحېه غوڼډې ته ونه لېږل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې د دوشنبې ورځې ناسته، چې د يوولس تنو وزيرانو استيضاح ته ځانگړې شوې وه بې پاېلې پاى ته ورسېده. كه څه هم ولسي جرگې د ۱۳۹۰ كال د بوديجې د نه مصرف له امله د كابينې يوولس وزيران استيضاحېه غوڼدې ته ورغوښتي وو، خو حكومت يوازې اووه وزيرانو ته په دغه غونډه كې د گډون اجازه وركړې وه.

افغان حكومت د ولسي جرگې له خوا د يوولسو استيضاح كېدونكو وزيرانو له ډلې څخه څلور وزيران د دې له امله، چې په ۱۳۹۰ كال كې يې په ېادو وزارتونو كې مسئولېت نه درلود د ولسي جرگې استيضاحېه غونډې ته ونه لېږل، چې دغه كار د ولسي جرگې د غړو تر مېنځ د اوږده بحث او ناندريو لامل شو.

خو د هغو وزيرانو ستونزه، چې ولسي جرگه يي د استيضاح غوښتونكې ده څه ډول به شي. ؟

د ولسي جرگې يو شمېر غړي بيا  د اساسي قانون پر پلې كېدو د څار د كميسيون له لارې د حكومت او ولسي جرگې تر مېنځ د نويو پېدا شويو ستونزو د هوارلو غوښتنه كوي.

په ولسي جرگې كې د دغو ناندريو له امله نه يوازې د ولسي جرگې د دوشنبې ورځې ( د         مرغومي ۲۵ ) غوڼده، چې د كابينې د يوولسو وزيرانو د استيضاح لپاره ځانگړې شوې وه بې پاېلې پاى ته ورسېده بلكې هغه اووه وزيران هم، چې د استيضاح  لپاره ولسي جرگې ته راغلي پرته له دې، چې برخليك يې ښكاره شي له ولسې جرگې ستانه شول.

Trending

Exit mobile version