تازه خبرونه
حلقوي لارې او اورګاډي پټلۍ دې جوړې او بشپړې شي-الکوزی
د سوداګرۍ او صنایعو خونه د فواید عامې له وزارت څخه د حلقوي سړک د بشپړولو او د اورګاډي پټلۍ د جوړولو غوښتنه کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال خانجان الکوزی وایي، سوداګر د مالونو د لیږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو د حل له پاره اړتیا ده، چې حلقوي سړکونه بشپړ او د اورګاډي پټلۍ جوړې شي.
که زمونږحلقوي سړکونه جوړ او له هغو هېوادو نو سره، چې د اوسپني پټلي کارونه په کې روان دي چټک شي؛ نو په لیږد کي به موآسانتیاوې رامنځته شي.
د نوموړي په وین؛ که د اوسپنې له پټلۍ ګټه پورته کړو په ۴۵ سلنه انتقالاتو کي به چټکتیا رامنځته شي.
د فواید عامې وزارت د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا غوښتنې پر ځای بولي او وایي، ژر به د آقینې بندر د اورګاډي پټلۍ ګټې اخسیتو ته وسپارل شي او په هرات کې به هم تر چابهار بندره د پټلۍ جوړولو کار پیل شي.
د فواید عامې وزارت ویاند مهدی روحاني وایي، مونږه هڅه کوو، چې د خپلو سوداګرو د انتقالاتو په برخه کي لازمي آسانتیاوي برابرې کړو. په همدي موخه مو له هند او ایران سره هم خبري پیل کړې، چي له چا بهار څخه تر هرات پورې د اورګاډي پټلۍ جوړه کړو.
د فواید عامې وزارت مسوولین وایي؛ د هېواد په کچه د اورګاډي نږدې شپږزره کیلو متره پټلۍ په پلان کې دي، چې افغانستان به له بېلابېلو هېوادونو سره ونښلوي.
د مسوولینو په وینا؛ د دغې پروژې د یوې برخې سروې پیل شوې او د پاتې برخو له پاره مرستندویانو سره خبرې روانې دي.
خبریال: اسلم حجاب