نړۍ

حماس د لنډمهالي اوربند پر مهال یو شمېر نور اسرائیلیان او تایلیندیان خوشي کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۴۰۲)

د يکشنبې پر ورځ د څلورورځني اوربند د بهیر په دوه‌یمه تبادله کې ديارلس اسرائيليان او څلور تايلیندي وګړي د ٣٩ فلسطينيانو په بدل کې خوشې او اسرائيلو ته ننوتل.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د حماس او اسرائیلو تر منځ د شوې هوکړې له مخې غزې ته د مرستو پر سر شخړه رامنځته شوې وه، خو د مصر او قطر پرر منځګړیتوب دغه موضوع حل شوه. د تړون له مخې؛ به فلسطینیان ۵۰ بندیان او اسرائیل به ۱۵۰ بندیان په څلورو ورځو کې خوشې کوي.

په تلویزیوني انځورونو کې ښودل شوي، چې بندیان د رفح له پولې د مصر لوري ته وتلي دي. حماس دغه بندیان د شنبې پر ورځ ناوخته د سره صلیب نړیوالې کمیتې ته سپارلي دي.

۱۳ اسرائیلیان د شپږ ښځو او اووه ماشومان او تنکي ځوانان په ګډون د حماس له لوري خوشې شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې ؛ خوشې شوي کسان د اسرائیلو روغتونونو ته پر لاره دي او هلته به له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

د فلسطین وفا خبري اژانس اعلان کړی، چې اسرائیلو له دوه زندانونو ۳۹ فلسطینیان، چې شپږ یې ښځې او ۳۳ کم عمره ځوانان دي راخوشې کړي دي.

رویترز خبري اژانس د یوه عیني شاهد د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ یو شمېر فلسطینیان د اسرائیلو تر اشغال لاندې لویدیځه غاړه رام الله کې البیره څلورلارې ته ورسېدل، چې زرګونه کسان ورته سترګې پر لاره ول.

دا په هغه جګړه کې لومړنۍ دمه ده، چې حماس د اوکتوبر پر اوومه د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ؛ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور ونیول شول.

د دې برید په ځواب کې اسرائیلو ژمنه وکړه، چې پر غزه واکمن حماس ځواکونه به له منځه وړي.

د فلسطین روغتیایي چارواکو د شنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې شاوخوا ۱۴ زره ۸۰۰ کسان د اسرائیلو په ځمکنیو او همایي بریدونو کې وژل شوي، چې نږدې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

دا تبادله له هغې یوه ورځ وروسته رامنځته شوه، چې د ۳۹ فلسطینیانو په بدل کې ۱۳ اسرائیلي بندیان خوشې شول.

د جمعې پر ورځ حماس هم یو فلپیني وګړی او لس تایلیندي کارکونکي خوشې کړل.

د تایلیند لومړي وزیر سیرتا تاویسین یوه ورځ وروسته په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې د شنبې پر ورځ خوشې شوي څلور تایلیندیان غواړي حمام وکړي او خپلو خپلوانو ته زنګ ووهي.

هغه زیاته کړې، چې ټول روغ دي.

د تایلیند د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې اتلس تایلیندیان په بند کې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version