تازه خبرونه
حماس ځواکونو د حماس د مشر له وژل کېدو خبر ورکړ
هنیه تهران ته د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و
حماس ویلي، چې د حماس مشر اسماعیل هنیه د دې هېواد په پلازمېنه تهران کې وژل شویدی.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو هم په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ په تهران کې د اسماعیل هنیه د اوسیدو پر ځای برید شوی؛ خو دا یې ندي ویلي، چې برید څه ډول او چا کړی.
حماس په یوه خبرپاڼه کې د نوموړي وژل تائید کړي دي.
د دې خبرپاڼې له مخې هنیه تهران ته د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و.
ویل کیږي، چې د هنیه یو ساتونکی هم پدې برید کې وژل شوی او د برید پړه هم چا نده نلې.