تازه خبرونه

حمدالله محب له پاکستان سره د خپلو رسمي اړیکو د پرېکون خبر رد کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۰)

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن شنبه د غبرګولي ۸ هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې پاکستان ورسره خپلې رسمي اړیکې درولې دي.

نوموړي خپلې اوونیزې خبري ناستې ته د خبرو پر وخت ویلي؛ دا څرګندونې له کوې رسمې سرچینې وړاندې شوې ندي او که شوي هم وي د پاکستان دا کار ډیپلوماتیک عمل ندی.  

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي ویلي، چې له دې وروسته به اسلام آباد د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره هیڅ دوه اړخیزې اړیکې ونلري.

دغو خبرو د اسلام آباد او کابل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو فضا خړه پړه کړې ده.

په دې وروستیو کې پاکستان، د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت شورا د سلاکار او امنیتي بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی، چې ګنې په روانه جګړه کې له طالبانو ملاتړ کوي.

 حمدالله محب د اسلام آباد د اړیکو د پرېکون په اړه داسې غبرګون ښکاره کړی: دا خبرې له کوم ناڅرګند ادرسه څرګندې شوي؛ خو که وي هم دا له ډیپلوماټیکو اړیکو سرغړونه ده.

داسې ویل کیږي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال د پاکستان استازیو له افغان چارواکو داسې خبرې اورېدلي، چې ترې خوښ ندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت سلاکار د غبرګونونو په تړاو ویلي وه، چې د نوموړي( حمد الله محب) بې بنسټه او غیرمسوولانه خبرې کولی شي د کابل – اسلام آباد اړیکې زیانمنې کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه رحمت الله بیژن پور د کابل او اسلام آباد د خړو اړیکو په اړه وایي: په دې شرایطو کې افغان مشران باید د پاکستان په اړه پخپلو څرګندونو کې، چې بنسټیز رول لري؛ له پوره پاملرنې کار واخلي.             

سیاسیون وایي، چې پاکستان غواړي له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو نوی ور پرانیزي؛ د بحرین، کوټې او دوحې له ناستو نیولې د کابل تر ناستې، چې د بریټانیا په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو د استازیو تر منځ د لانجو د حل لپاره جوړې شوې، باید کابل هم نرمښت ښکاره او سړې څرګندونې وکړي.

د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا غړی ستار مراد په دې اړه وایي: پاکستان بنسټیز لوبغاړی دی. پاکستان په روانو حالاتو کې ډېر حساس دی او مونږ هم باید اړوند حیاسیتونه وپېژنو.        

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم د آلمان له شپېګل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وه، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي؛ خو تر دې دمه اسلام آباد یې د خبرو په اړه غبرګون ندی څرګند کړی.

Trending

Exit mobile version