تازه خبرونه
حمدالله محب د هند د ملي امنیت له سلاکار سره ولیدل
د هند د ملي امنیت سلاکار ښاغلي دووال ویلي، چې هندوستان او افغانستان کولی شي په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ولري او ګډ کار هم وکړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تروریزم پر ضد د مبارزې، د افغانستان د سولې او سیمه ییزو مرستو او اړیکو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې دي.
ښاغلي دوول په ټولیز ډول ټینګار کړی، چې هند د سیمه ییزې سولې په اړه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي، چې ترهګري د ټولو هېوادونو ګډ دښمن دی او باید ور سره ګډه مبارزه تر سره شي.
هغه دغه راز له خپل سیال سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې پر اووه ماده ییز پلان هم خبرې کړي او څرګندوي، چې افغانستان غواړي د دغه پلان په اړه په افغانستان کې دننه او د سیمې په کچه همغږي رامنځته کړي او له دې لارې سوله او ثبات رامنځته کړي.
د هند د ملي امنیت سلاکار د ښاغلي محب له ورتګه هرکلی کړی او وایي، چې د ستونزو د حل لپاره باید ټول هېوادونه یو موټی شي او هند په دې برخه کې هر راز چمتووالی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم هند ته په خپل سفر کې د افغانستان د ثبات او سولې پر پرمختګونو خبرې کړې دي.