تازه خبرونه
حمدالله محب د م.م په ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شو
د ملي امنیت د سلاکار د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی حمدالله محب به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په ۷۴ مه غونډه کې برخه واخلي او د دوشنبې پر ورځ به د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه به د افغانستان په استازولۍ په دې ناسته کې وینا وکړي او د افغانستان پر اوسني وضعیت، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي امنیت سلاکار به د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریز سره هم لیدنه ولري او له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر همکاریو به خبرې وکړي.
سربېره پردې، افغان چارواکي به د سولې په اړه د افغان حکومت او خلکو دریځ اعلان کړي او د نړۍ له هېوادونو څخه به وغواړي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر لپاره خپل ملاتړ پراخه کړي.
ویل کیږي، چې نوموړی به د دې سفر په لړ کې یو شمېر ټولنو او مرکزونو ته هم ویناوې ولري.