تازه خبرونه

حنیف اتمر د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره ازبکستان ته دوه ورځنی سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۳۹۹)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی حنیف اتمر د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د یوه لوړ پوړي حګومتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته رسیدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی حنیف اتمر به له خپل ازبک سیال، لومړي وزیر او د هغه مرستیال سره وګوري.

دغه وزارت پرون په ډاګه کړې وه، چې اتمر به د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې د وزیر عمراکوف سردار اکتوموویچ په رسمي بلنه تاشکند ته دوه ورځنی سفر وکړي.

د دېژ وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې رسمي لیدنې په بهیر کې به خبرې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا په ځانګړي توګه د ترانسپورت، ترانزیت، پانګوونې، سوداګرۍ، انرژۍ او د برښنا د لیږد د لس کلن تړون پر لاسلیک او همکارۍ راوڅرخي.

دغه وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره په دې سفر کې د ولسمشرۍ د دفتر مشر محمد شاکر کارګر، د ترانسپورت او فواید عامې وزیر یما شمس، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال عبدالکریم ملکیار، د برښنا شرکت مشر احمد داوود نورزی او د افغانستان د اوسپنیزې کرښې مشر عبدالباري صدیقي مل وي.

Trending

Exit mobile version