تازه خبرونه

حنیف اتمر روسیې ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نن سهار د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر روسیې ته ولاړ.

د دغه سفر موخه له روسي چارواکو سره د افغان ځواکونو د تجهیز په اړه هر اړخیزې خبرې ښودل شوې دي.

د ملي امنیت مشاور د تویتر پاڼې له مخې؛ دواړه خواوې به افغان امنیتي ځواکونو ته د ام آی-۱۷ او ام آی ۳۵ ډوله چورلکو د پلورلو او د هوایي ځواک د تجهیزاتو د جوړلو په اړه خبرې ولري.

دغه راز به دواړه خواووې د افغان ځواکونو لخوا د روسیي وسلو د ساتنې او څارنې په اړه هم خبرې وکړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او امنیتي اړیکو پراختیا؛ یوه له هغو مسایلو ده، چې په دې سفر کې به پرې اړینې خبرې وشي. 

دغه سفر په داسې حال تر سره کیږي، چې روسي رسنۍ د کریملین له قوله وايي، د روسیې ولسمشر و لادیمیر پوتین د کابل د شنبې د ورځې له ځانمرګو بریدونووروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په استولي پیغام کې د تروریزم له ټولو ډولونو سره د ګډې مبارزې له پاره چمتووالی څرګند کړی دی.

ولادیمیر پوتین دا پیغام وروسته له دې،چې د شنبې په ورځ (جولای ۲۳)په دوهځانمرګوبریدونو کې ۸۰ تنه افغان هزارګان ووژل شول او تر ۲۳۰ ډېر نور ژوبل شول؛خپل افغان سیالته استولی دی. روسي رسنۍ د کریملین ماڼۍ د اعلامیې پر اساس وايي، د روسیې دولتمشر(د دولت ريیس) د سوله ییزو ښاریانو پر ضد جنایت په کلکه غندي او د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره په مبارزه کې له افغان چارواکو او ولس سره تر ټولو فعالې همکارۍ ته تیاریښيي.

له بلې خوا روسي چارواکو په زغرده ویلي، چې له طالبانو سره تماسونه لري.

Trending

Exit mobile version