تازه خبرونه

حنیف اتمر له خپل ایراني سیال سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي محمد خنیف اتمر نن یکشنبه د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره په ایران کې د رامنځته شویو وروستیو پېښو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د  ایراني سرتېرو لخوا هریرود سیند ته د افغان کارګرانو له غورزولو او په یزد ښار کې د افغانانو پر موټر له ډزو او اورلګیدنې وروسته، چې یو شمېر افغانان په کې ووژل شول، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی اړ کړ، چې د یو ۴۵ کسیز پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي او دا وروستۍ رامنځته شوې پېښې له نږدې وڅېړي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند گران هېواد زیاته کړې؛ د دوه اړخیزو همکاریو غښتلتیا او د کاري کمیټو جوړښت د دغو خبرو چورلیز ټکي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوی هم منلې، چې دواړو لوریو پر وروستیو پېښو او دیپلوماتیکو مسایلو خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هریرود سیند ته د افغان کارګرو د غورزولو او د یزد ښار په ترافیکي پېښه کې، چې په اورلګیدنه بدله شوه او یو شمېر افغانان په کې وسوځيدل، ایراني اتباع ور سره هم مخ کیدونکي دي؛ خو له افغان پلاوي سره به په خبرو کې د دغو مسایلو پر حل او د تکرار پر مخنیوي خبرې وکړي.

هغه افغان پلاوی، چې په ایران کې یې د افغان کارګرانو د وروستیو تلفاتو پېښې څېړلي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي غواړي، چې د ایراني چارواکو تر سیاسي فشار لاندې را نشي او دغه پېښې په جدي توګه وڅیړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري هم ایران ته له تللي پلاوي غوښتي، چې د افغان کارګرانو د وژنې او سیند ته د غورزولو قضیې له سیاست جلا وڅېړي او د حل لټه یې وکړي.

له دې مخکې ایراني چارواکو د خپلو سرتېرو لخوا سیند ته د افغان کارګرانو غورزول رد کړي، خو افغان چارواکو یې په اړه غبرګون ښودلی و.

Trending

Exit mobile version