تازه خبرونه

حکمتیار د ولسي جرګې د ټاکنو د باطلولو هیله څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د ولسي جرګې د ټاکنو د باطلولو هیله من شوی او وړاندیز کوي، چې دا ټاکنې باید له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای بیا تر سره شي.

د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنیو پایلو په ډاګه کیدو ښاغلی حکمتیار په ښکاره خواشینی کړی او د داسې اسنادو مخکتنه یې وکړه، چې ښیي د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه شوې ده.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي ، چې د کمیشنرانو دلالان د ولسي جرګې یوه څوکۍ په سل زره دالره پر کاندیدانو پلورلې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د کمشنرانو دلالان د ټاکنو نوماندانو( د ولسي جرګې) ته ګواښ کړی، چې که سل زره دالر رشوت ورنکړي؛ که بریالی هم وي ناکامولی یې شو.

دغه رار ښاغلي حکمتیار پر بایو متریک شویو رایو ټینګار څرګند کړی او وایي، چې بایومتریک شوې رایې دې د ډاډ وړ وشمېرل شي او بیا دې ګټونکی او بیلونکی اعلام شي او که داسې نه کیږي؛ دا له ملنډو ډکې ټاکنې دې باطلې اعلام شي.

هغه دغه راز ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو له هغه تکته ملاتړ کوي، چې اجرائیه ریاست ونلري.

د حزب د مشر حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست وایي، که حکمتیار مستند اسناد او مدارک ولري؛ باید عدلي او قضایي ارګانونو ته یې وسپاري.

په همدې وخت کې ګلبدین حکمتیار له وسلوالو طالبانو سره د سولې پر بهیر هم نیوکه کوي او وایي؛ د دولت له وضعیت او کړنو څرګندیږي، چې دولت نه د سولې اراده لري او نه ظرفیت او نه هم د سولې ښکاره تګلاره.

د حزب اسلامي مشر دا هم په ډاګه کړې، چې د جمعیت اسلامي په ګډون سیاسي ګوندونو له طالبانو سره د خبرو داسې ټینګار څرګند کړی، چې له یوې خوا په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره زمینه برابروي او له بلې خوا په ولسمشریزو ټاکنو کې د طالبانو ګډون بشپړ روښانه کوي.  

Trending

Exit mobile version